امنیت

دبګرام په سلګونو تنو اوسيدونکو مظاهره وکړه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه :  
د پروان ولايت د بګرام په سلګونو تنو اوسيدونکو پرون د بګرام _  کابل  په لويه لاره کې مظاهرې وکړې.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دغو خلکو کوچيانو ته د غيرقانوني تذکرو د ويشلو په اعتراض کې چې له نورو ولايتونو څخه د بګرام ولسوالۍ دباريک آب سيمې ته راغلي دي او غواړي دولتي ځمکې غصب کړي،  مظاهرې وکړې او دغو خلکو ته يې د تذکرو د ويشلو د بندولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پروان ولايت امنيه قوماندان محمدمحفوظ وليزاده چې د مظاهرې په سيمه کې حاضر و، وويل: د مظاهره کوونکو د غوښتنو د څيړنې په خاطر يو هيئت موظف شوى دى او دوى قانوني غوښتنې به وڅيړل شي .
څو ورځې مخکې دبګرام ولسوالۍ پوليسو دوه تنه د استوګنې په يوه کورکې چې په غيرقانوني ډول د تذکرو په ويشلو بوخت وو، ونيول .                                 
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته