امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ۷ مه
په هلمند ولايت کې څلور تنه وسله وال طالبان  له پوځيانو سره  په نښته کې ووژل شول .
دغه طالبان تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول  چې غوښتل يې د پوځيانو پر قرارګاه د بريد طرحه جوړه کړي .
د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغه بريدکې  ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې دغو طالبانوغوښتل د پوځيانو په قرارګاه بريد وکړي.
د يو بل خبرله مخې: څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه ددغه ولايت په شمال کې د هغوى په پټنځي کې بريد وشو.
  ختم_شکريه +_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته