امنیت

په پروان کې درې وسله وال کسان د غلا په تور ونيول شول

کابل /د لېندۍ ٢٤مه /باختر
د پروان د استخباراتو د رياست مسوولينو په دغه ولايت کې دغلا په تورد دريو وسله والوکسانو د نيولوخبر ورکړ.
د پروان د استتخباراتو رياست ښاري مدير قاري ميلاد ادريس د دغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل د پروان د استخباراتومنسوبينو دغه وسله وال کسان پرون د چاريکارو ښار د بابه خېلو له کلي څخه په دوو جلا عملياتوکې نیولي.
خبرځاى زياته کړه دغو کسانو په څو غلاوو کې په خپل لاس لرلو اعتراف وکړ او د هغوى قضيه تر څيړنې لاندې ده .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته