فرهنګ

په بادغیس کې د نقاشۍ او حکاکۍ نندارتون جوړ شو

کابل/ باختر/ د زمري ١٤مه
په بادغیس کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د انځورګرى او حکاکۍ نندارتون جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د دغه نندارتون د پرانيستلو په غونډه کې چې د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت پرانيستل شو، سیمه ییزو مسوولينو، د مدني ټولنې فعالانو او د دغه ولایت ښځو او ځوانانو ګډون کړى و.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس روح الامین حبیبي وویل چې دغه نندارتون د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کالیزې په ویاړ جوړ شوی دی چې په کې ۲۳ انځورشوې او حکاکي شوې تابلوګانې ننداری ته اېښودل شوې دي.
دغه نندارتون به درې ورځې د مينه والو پرمخ پرانيستی دی.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته