سیاست

حامدکرزی: د سولې بهیر موږ ته ځانګړی ارزښت لري

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس حامدکرزي د توکیو په ښارکې د جاپان د مطبوعاتو په ملي انجمن کې د یوې خبرې ناستې پرمهال د نړیوالې ټولنې له ژمنو او همدا راز د جاپان له خوا د توکیو دکنفرانس دکوربه توب او له افغانستان سره د دغه هېواد د سخاوتمندانه مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه، سوله یې د افغانستان لپاره مهمه وبلله.

 باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفترد معلوماتوله مخې 

حامدکرزي په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د افغانستان د بیا رغونې او د اقتصادي او سیاسي پراختیا د سفر پیل ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې دا د افغانستان په اړه درییم مهم کنفرانس دی چې جاپان یې کوربه توب په غاړه لري او زه د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د جاپان له حکومت او خلکو څخه مننه کوم.

 

جمهوررییس وویل چې په دې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره له ۱۶ میلیاردو ډالرو څخه زیاته ژمنه وکړه چې د ټولو مرسته کوونکو هېوادونو له مالي ژمنو د هغو له جملې څخه د امریکا له متحده ایالاتو، جاپان،آلمان، سویډن، استرالیا، هند، د آسیا له پراختیایي بانک، د اروپا له اتحادیې، پاکستان، بنګله دیش، قطر او له نړیوالو سازمانونو څخه مننه کوو.

 

حامدکرزي څرګنده کړه چې د توکیو کنفرانس یوځل بیا دا روښانه کړه چې نړیواله ټولنه د ښه ژوند، د یوقوي بنسټ لرونکي هېواد او پياوړى اقتصاد لپاره د افغانستان د خلکود ارادې څخه کوي.

 

د هېواد جمهوررییس د سولې دبهیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه بهیر له دوو مهموجزونو روغې جوړې او بیا ادغام څخه  متشکل دی او د توکیو له کنفرانس وروسته نن زموږ ستر مسوولیت دي.

 

جمهوررییس زیاته کړه: ټولو طالبانو اونورو وسله والو مخالفینو ته چې غواړي عادي ژوندانه ته راوګرځي، ښه راغلاست وایو او له هغوی څخه غواړو چې هغو آزادیو ته چې په اساسي قانون کې افغان ښځو او نارینه وو ته ورکړل شوي دي، احترام وکړي، له جګړې او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.

 

جمهوررییس وویل: د ښو بنسټ لرونکي او د ښې حکومتوالۍ ترڅنګ د یو قوي افغانستان لپاره زموږ د هڅو ترڅنګ، زموږ لپاره سوله ځانګړی ارزښت لري.

  

حامدکرزي له طالبانو سره د خبرو اترو او د ګوانتانامو له زندان څخه د هغوی د بندیانو د خلاصون په باب هغې غونډې ته اشاره وکړه چې دوه اوونۍ وړاندې د جاپان دکیوتوی د ښار د یوه پوهنتونو په نوښت دطالبانو، اسلامي ګوند او د سولې د عالي شورا د استازو په ګډون په سوله ایزه توګه د افغانستان د مسلې د حل په موخه جوړه شوې وه، وویل: دایو ډیرمهم ګام و ځکه چې د لومړي ځل لپاره په دې غونډه کې د طالبانو یو ستر استازي ګډون وکړ او اعلام یې وکړ چې د افغانستان له حکومت سره طالبان خبرو کولو ته لېوال دي.

 

 جمهوررییس دګوانتانامو له زندان څخه د طالبانو د بندیانو د خلاصون په اړه وویل چې د ګوانتانامو له زندان څخه د طالبانو د بندیانو له راخوشې کیدو څخه موږ ملاتړ کوو.

 

حامدکرزي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو د سولې د خبرو د پیل کیدو لپاره له افغانستان څخه  د نړیوالو ځواکونو د وتلو شرط ایښی دی، وویل: نړیوال ځواکونه په هرصورت له افغانستان څخه وځي. له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد په درییم پړاوکې دی او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته سپارل کیږي او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

 

جمهوررییس زیاته کړه چې  له امریکا او د نړۍ له یو شمېر نورو هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو لاسلیک یوه جلا مسله ده او له افغانستان سره د دغو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو پورې اړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته