امنیت

نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر د تلي دويمه
دملي اردو منسوبينو  په بيلابيلو ولايتونوکې په محاربوي  فعاليتونوکې   نهه تنه وسله وال  مخالفين ووژل  او اووه تنه نوريې ونيول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دغه فعاليتونه دقندهار ،هلمند او دغزني ولايتونو  په بيلابيلو  سيموکې ترسره شول چې له امله يې نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل  شول او اووه تنه نور يي له يوې اندازي وسلو او مهماتو سره ونيول شول .
دغه راز  يوه اړونده خبرځاى وويل دفراه ، پکتيکا ،  هلمند او دقندهار په ولايتونوکې ددښمن دډزو اوپه واټونوکې دشخ کړي  شويو ماينونودچاودنو له امله دملي اردو لس تنه منسوبين شهيدان او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته