امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ثور ٢٢
شپږ تنه وسله وال طالبان نن په فارياب ولايت کې د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دغه طالبان کله يې چې غوښتل د غورماچ ولسوالۍ په عمومي واټ ماين ښخ کړي؛ د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
په فارياب ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: وسله وال طالبان د غورماچ ولسوالۍ په عمومي لاره کې په ماين ښخولو بوخت وو چې يو ماين يې وچاوديد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته