سیاست

داندونيزيا دښځو دملاتړ وزيره کابل ته سفر کوي .

کابل باختر د ثور ٢٦:
ټاکل شوې ده داندونيزيا دښځو دملاتړ او دماشومانو دساتنې وزيره افغانستان ته سفر وکړي .
دباختراژانس دخبرله مخې، په کابل کې داندونيزيا سفير پرون وويل چې ميرمن ين  بيسي ددغه هېواد لومړى وزيره ده چې افغانستان ته سفر کوي .
دده دڅرګندونوله مخې، په افغانستان کې دښځو ملاتړ ، په کابل کې  داندونيزيا سفارت ، دافغانستان حکومت ، داروپا اتحاديې ، دملګروملتو سازمان او دامريکا متحده ايالاتو ته ډيره مهمه مسئله ده . او کابل ته داندونيزيا دکابينې ددغې وزيرې سفر ددواړو هېوادونو داړيکو دپياوړتيا لپاره خاص اهميت لري .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دروان ميلادي کال داپريل دمياشتې په پنځمه نيټه داندونيزيا له جمهور رييس سره په جاګارتا کې وکتل او دواړو لورو  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو او په افغانستان کې دښځو دحالت په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته