کابل باختردتلي اتلسمه :
د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې وسله والوطالبانو دروند زيان واوښت .
د پښتون زرغون ولسوالۍ د دشت نيزان په کلي کې د دولت د مخالفينو او د سيمه ئيزو پوليسو ترمنځ جګړه وشوه .
د هرات د والي وياند احسان الله حيات د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اولس تنه نور ټپيان شول.
په دغې ولسوالۍ کې د سيمه ئيزو پوليسو قوماندانان وايي چې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى؛ د غلام فاروق دڅرګندونوله مخې په دې بريدکې له څلورو ډلو څخه څه دپاسه ٢٠٠ تنو مخالفينوګډون کړى و.
1 د یوې دقیقې څخه لږ