سیاست

د افغانستان او آلمان د دوستۍ سلمه کالیزه د جمهور رئیس غني په حضور کې ونمانځل شوه

کابل_باختر_د وږي دمياشتې٨مه:
د افغانستان او آلمان د دوستۍ سلمه کالیزه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضورکې، نن له غرمې مخکې په ارګ کې ونمانځل شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې جمهور رئیس غني، ګډون والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د تاریخچې په اړه خبرې وکړې، ويې ویل چې د اعلیحضرت محمد نادرشاه په وخت کې او له هغه څخه را وروسته د افغانستان او آلمان اړیکې نوي پړاوته داخلې شوې، چې په عمده ډول په پوځي او اقتصادي برخو کې په بنیادي ډول د آلماني پوهانو له مفکورو څخه کار اخیستل کېده.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې افغانستان د آلمان په مرسته په زیز بنایي برخو، برېښنا او نساجۍ او همدا راز د ملي بانک د تاسیس او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د صنعت او کرنې په برخوکې ډېر مهم پرمختګونه وکړل.
جمهور رئیس غني  وویل چې د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال د آلمان درېو سترو کمپنیو د افغانستان په صنعتي وده کې مهمه ونډه ولرله، د زمنس کمپنۍ د سروبي د برېښنا بند جوړ کړ، د هو خست شرکت په افغانستان کې د درمل جوړولو د صنعت بنسټ کېښود او هوختیف د خښتو د تولید په برخه کې همکاري وکړه.
په دې مراسمو کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک شټاین مایر هم خبرې وکړې او د دغو مراسمو د جوړولو له امله یې له جمهور رئیس غني څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې آلمان له افغانستان سره د خپلو اوږدمهالو همکاریو دوام ته ژمن دی او له هغو هر ډول پرمختګونو او فرصتونو څخه چې د افغانستان د انکشاف سبب شي، ملاتړ کوي.
ښاغلي شټاین مایر، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د آلمان د دولت اساسي غوښتنې وبللې، او له دغه بهیر سره یې د خپل هېواد ملاتړ اعلام کړ.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د هغه هېواد دولت هڅه کوي چې په آلمان کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو لپاره لا ډېره زمینه برابره کړي.
په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او په کابل کې د دوستو هېوادونو ځینو سفیرانو هم ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته