خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د داعش ډلې د هدفمندو وژنو او مطبوعاتو دوه غړي ووژل شول

۱۸- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
دوه داعشيان چې ويل کېږي د هدفمندو وژنو او د مطبوعاتي شبکو غړي وو، په پوځي عملياتو کې وژل شوي دي.
پر یادو کسانو تورلګول شوی و چې څه موده وړاندې يې په کوزکونړ ولسوالۍ کې د بابا ياسين زيارت په بمونو سره ويجاړ کړی و.
د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو پر دغو داعشيانو تېره شپه د کوزکونړ ولسوالۍ بازار په مربوطاتو کې بريد وکړ او له مقاومت وروسته ووژل شول.
وژل شوي کسان په شهاب العلمي مشهور عصمت الله او ملا مسلم دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د داعش ډلې دغه دوه غړي له ډېرې مودې راپدېخوا د امنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې وو.
هغه وويل چې دغو داعشيانو له هغه وروسته چې د پوحيانو پر وړاندې مقاومت وکړ، د هغوى په ډزو کې ووژل شول.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- شکريه – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته