سیاست

مطبوعاتي اعلامیه: جمهوررئیس غني هند ته په یوه ورځني رسمي سفر روان شو

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه ورځني رسمي سفر د هند پلازمېنې، نوي ډيلي ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رارسيدلې ده ويل شوي دي.
په پام کې ده د هېواد جمهوررئیس نن د هند له جمهوررئیس رام نات کوویند  او لومړي وزیر نریندرا مودي سره جلاجلا کتنې ولري او د افغانستان او هند ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکارۍ بحث او خبرې وکړي.
دغه راز جمهوررئیس محمداشرف غني به نن له غرمې وروسته د نوي ډیلي په " ویویک انندا بین المللي بنسټ" کې وینا وکړي.
د هېوادله جمهوررئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د جمهوري ریاست دعالي مقام د دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهوررئیس سلاکارن اجمل احمدي، فرخنده زهرا نادري او شهرزاد اکبر، د جمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر د ستراتيژیکي چارو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته