امنیت

په تيره يوه اوونۍ کې ٥١٨ تنه داعشيان اوطالبان وژل شوي دي

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٧ :
سره له دې چې دملي دفاع وزارت مقامات  دهېواد په ديارلسو ولايتونو کې دوسله والو تروريستي ډلو پرخلاف د چاڼيزو عملياتو دزور اخيستو خبرې کوي  ، مني  چې په هلمند ولايت کې  يو لړ  ستونزې شته.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دملي دفاع وزارت داوپراسيون رئيس  جنرال محمد حبيب حصاري  چې نن يې په کابل کې په يوه خبرې غونډه کې خبرې کولې سره له دې چې  په تيره يوه اوونۍ کې  ددښمن  يعنې دطالبانو او داعش  دسر زيان  دروند وباله  ويې ويل ؛  چې په هلمند کې يولړ ستونزې شته  خو   
د ګواښونو دله منځه وړلو لپاره يو لړتدبيرونه نيول شوي دي.
دملي اردو دغه  جنرال وويل ؛ چې دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې دګواښونو کچه له منځه تللې ده او چاه انجير ساحه چې پخوا  دطالبانو لاسته ورغلې وه ، تيره شپه  بيا  دملي اردو دځواکونوله خوا تصفيه شوه  اوپه دې ترتيب  دلښکرګاه ښار پرخلاف يو امنيتي ګواښ له منځه لاړ.
جنرال حصاري په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې پرخلاف دعملياتو ددوام خبرې وکړې خو څرګنده يې کړه چې دغه عمليات کرارکراراو په کمزورتيا سره  داجرا په  حال کې دي چې ملکي وګړو ته زيان  ونه رسيږي   .
دملي  دفاع وزارت داوپراسيون رئيس  يادونه وکړه چې کوومکي قوتونه دهلمند ولايت ته استول شوي دي  .
جنرال حصاري دننګرهار ، کندز اودهلمند ولايتونه دهغو ولايتونو په توګه وبلل  چې وسله وال  مخالفين زيات  تحرک پکې لري  خو دغه ډله  په داسې  کچه   کې نه ده چې تبليغ ورته کيږي .
دملي دفاع وزارت  دغه جګپوړي مقام وويل  چې  دهيواد دفاعي او امنيتي
ځواکونه همدا اوس دهېواد په  ١٣ولايتونو کې د  ١٩ عملياتو په ترسره کولو 
بوخت دي او دتيرې يوې اوونۍ په بهيرکې  ٥١٨ تنه وسله وال  مخالفين وژل شوي دي او  ١٨٨ تنه ټپيان او  ٤٣ تنه نور نيول شوي دي او  ٣ زغروال وسايط  يې ويجاړ شوي دي .
دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري هم  په دې خبري غونډه کې  برخه لرله دطالبانو او داعش داتحاد په باب دتبصرې په ترڅ کې وويل ؛  چې دهېواد  دفاعي او امنيتي ځواکونو ته دطالب  او داعش ترمنځ توپير شتون نلري موږ ته هغوى ديوه دښمن تعريف لري  او موږ هم دهغوى ترمنځ له توپير پرته  يوازې  دافغانستان دخلکو ددښمنانو په نامه ځپو.
دولت وزيري دغه راز وويل ؛ چې دطالبانو او داعش ترمنځ اتحاد دجګړې په جبهه کې  کوم توپير نشته  ځکه موږ له يوه  ګډ دښمن سره  مخامخ يو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته