سیاست

دکورنيو چارو وزير دانترپول دپوليسو دسکرترجنرال له استازي سره وکتل .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي نن دانترپول دپوليسو دسکرترجنرال له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وويل هيله لرم چې ددغه سفر نتيجې دکورنيو چارو وزارت دانترپول له رياست سره مرسته وکړي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزير دغه راز هيله وکړه هغه څه چې  دانترپول  په رياست پورې اړه پيداکوي په ښه توګه ترسره شي .
وروسته دانترپول دسکرترجنرال استازي دانترپول رياست دسمبالولو او دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په برخه کې  ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته