سیاست

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

 

کابل/ د وږي ۳مه/ باختر

د کابینې غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس غني د حسیني عاشورا د رارسېدو او د ازادۍ غوښتلو سالار حضرت امام حسین (رض) د شهادت په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول د تشیع او تسنن مذهبونو پیروانو په ګډون د افغانستان ولس ته د خپلې خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.

وروسته جمهوررئیس ټولو اړوندو ادارو ته د حسیني عاشورا د رارسېدو په مناسبت د ځانګړو مراسمو د برابرولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د عاشورا مراسمو او محرم لسېزې د امنیت د ټینګښت په موخه د ترتیب شوي امنيتي پلان په اړه معلومات وړاندې شول او په دې برخه کې د ولسي شوراګانو د اقداماتو او همکاریو قدرداني وشوه.

کابینې عامې روغتیا وزارت، د عاشورا مراسمو او محرم لسېزې په جریان کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د وینې ورکولو برنامو په برخه کې د لازمو روغتیایي تدابیرو په اړه موظف کړ.

ورپسې د زمري په ۲۸مه د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په ورځ د راکیټي بریدونو او د هیواد پر نورو سیمو د وطن او خپلواکۍ د دښمنانو تروریستي بریدونه وغندل شول.

کابینې د دولتي او خصوصي پوهنتونو او ښوونځیو د حضوري درسونو پر پیل خوښې څرګنده کړه او د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو له لورې یې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د روغتیایي کړنلارو د مراعتولو څرنګوالي پر څارنې ټینګار وکړ.

همدارنګه له والیانو سره د جمهوررئیس د کتنو او د هغو د تعقیبي میکانیزم د ایجاد پر تصمیم، د تاجیکستان له جمهوررئیس سره د هیواد د جمهوررئیس د ټیلیفوني خبرو او همکاریو د دوام او پراختیا د څرنګوالي په برخه کې د بحث په موخه په نږدې راتلونکي کې دغه هیواد ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه هم معلومات وړاندې شول.

په همدې ترتیب د فرهنګي عالي شورا د ایجاد، د هیواد د ملي فرهنګ د لازیاتې بډاینې په خاطر له موجوده ظرفیتونو څخه د استفادې په موخه له اړوندو ادارو سره د حکومت د رهبرۍ د غونډو جوړولو او په دې برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه د اړوندو ادارو د ګومارنې په اړه معلومات وړاندې شول.

کابینې د دیجیټلي معاملاتو (الکترونکي معاملاتو او الکترونیکي لاسلیک) قانون، د قضایاو د مدیرت سیستم د تنظیم CMS او د عامه پانګونې مدیریت د تنظیم مقررې طرحې له یو لړ تغییراتو سره تصویب کړې.

کابینې همداراز د خزانې د وضعیت، د بودجې د لګښت، تادیاتو او مالیې وزارت د مالي ریفورمونو او انکشافي پروژو د پرمختګ د څرنګوالي او د دوی د انکشافي پروژو د تطبیقي بهیر د چټکتیا په موخه د وزارتونو او دولتي ادارو د ګومارنې په اړه د مالیې وزارت راپور تایید کړ.

د کابینې په بله برخه کې، د کندز والی د وړاندیز پر بنسټ په خصوصي پوهنتونو کې د بې وزله او ناامنه سیمو د دولسمو ټولګیو فارغانو جذب ته د زمینې برابرولو په خاطر د طرحې د ترتیبولو په موخه لوړو زده کړو وزارت او ټول اړوند ارګانونه موظف شول.

د کابینې د غونډې په پای کې د مشخص معاونیت له عنوان پرته د ولایتونو د معاونیت په بستونو کې د ښځو د مقررۍ په موخه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ټولو اړوندو ارګانونو ته لارښونه وشوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته