کيف _ باختر دسلواغي شپاړلسمه :
په اوکراين کې پرون له غرمي وروسته له يوه ميني بس موټر سره داورګاډي دټکر له امله څه ناڅه دولس تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دسي ان ان دخبري سايت له خولې خبر راکړ چې دغه ټکرله روسيې سره داوکراين دپولې دجنوب په ٢٥کيلومترى واټن کې شوى دى .
داوکراين دبيړني حالت دخدماتو داداري دخبر له مخي په دې باب زيات جزئيات نه دي ترلاسه شوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ