امنیت

ديو سيمه ئيز قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني  دباختراژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دښځينه جامو په کارولو سره په کندز ښار پورې اړوند دقلعه يتيم دکلي په امنيتي پوستې  بريد وکړ چې له امله يې دهغوى ديو مشهور قوماندان قاري سراج الدين په ګډون څلور تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى  زياته کړه چې دوژل شويو کسانو مړي او يو ټپي  دجګړې په ډګر کې پاتې و او دپيښې ټپي  دپوليسو له خوا ونيول شو  او تر درملنې لاندې دى .
  ويل کيږي  چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته