سیاستخبرونهامنیت

حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

کابل/د کب ۲۹مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور ریس محمد اشرف غني د حكم له مخې حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو. همدا راز د كورنيو چارو زارت د وړاندیز او د جمهور رییس د حکم پر اساس ستر جنرال محمد ایوب سالنګي د همدې وزارت لومړی مرستیال ټاکل شوی دی. دغه ګومارنې د امنیتي سکتور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د بهبود، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ مېلادي کال پورې د پر ځان بسیا کېدنې د اجنډا د ښه تطبیق په موخه شوي دي. نوې رهبري به په لومړي قدم کې د امنیت د سمون، د قانون د تطبیق او له جرایمو سره د بهتري مبارزې لپاره پرېکنده اقدامات کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته