امنیت

يوه افغان افسر دانګلستان دپوځي ملي اکاډمۍ دمحصلانو ترمنځ لومړى مقام وګاټه .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
دمارشال محمد قسيم فهيم داکاډمۍ يوه افسر چې دنړۍ دپنځه ديرشو  هېوادونو دمحصلانو ترمنځ دانګلستان په پوځي ملي اکاډمۍ کې په زده کړې بوخت دى لومړى مقام وګاټه .
  دحامدکرزي  له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دمارشال محمد قسيم فهيم دپوځي ملي اکاډمۍ  افسر لومړي بريدمن بهزاد چې دانګلستان دشاهي هيواد په پوځي  ملي  اکاډمۍ  کې په يو نيم کلن کورس کې برخه لرله دزده کړې ددورې له تيرولو وروسته دنړۍ دپنځه ديرشو هېوادونو دمحصلانو ترمنځ لومړى مقام وګآته او دانګلستان  له پوځي  اکاډمۍ  څخه يې ددغه هېواد دملکې توره ترلاسه کړه .
ديادونې وړ ده چې په دې کورس کې له افغانستان څخه دريو تنو محصلانو ګډون کړى وچې دوه تنه يې دکورنيو چارو وزارت افسران دي او هغوى هم وکولاى شول چې دلسو تنو غوره کسانو په جمله کې واوسي چې نن هېواد ته راستانه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته