سیاست

جمهوررئیس غني: پولیس او د هېواد ټول اوسېدونکي مکلف دي چې قانون رعایت کړي

کابل باختر دزمري دمياشتې ١١ نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د کورنیو چارو وزارت له ستر امنیتي معین، د کابل له امنیه قوماندان او د کابل ښار د پولیسو د حوزو له امرانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، لومړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمي او د کابل ولايت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داوود امین د کابل ښار د عمومي امنیتی وضعیت، ننګونو، ستونزو، حللارو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې. ورپسې سمونوال بسم الله تابان، سمونیار سید خالد حق پرست، سمونوال محمد رحیم غرني او سمونوال عبدالغفور عزیزي د کابل ښار د امنیتي حوزو د امرانو په استازیتوب او سمونوال محمود بهیر د ١۰۱قطعې د قوماندانۍ په استازیتوب د کمربندونو د کنډک، د سفارتونو د کنډک قوماندانۍ، د امنیتی تدبیرونو، ګواښونو، کمبودیو، تشکیل او د پولیسو په حوزو کې د اصلاحاتو، د کابل د امنیتي کمربندونو، د تګ راتګ مسیرونو، د تلاشۍ پوستو، د پولیسو د وسایطو او تجهیزاتو په اړه مفصل معلومات ورکړل. جمهوررئیس غني د هغوی د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د پولیسو له مسوولانو څخه په دې خاطر مننه وکړه چې خپلې ستونزې یې ورته په واضح توګه بیان کړې، ويې ویل: له ستونزو څخه واضح تعریف موږ سره مرسته کوي چې ورته رسیدګي وکړو. جمهوررئیس د پولیسو د حوزو ترمنځ او نورو امنیتی او کشفي بنسټونو سره په لا همغږۍ ټینګار وکړ، ويې ویل: د پولیسو د امنیتي حوزو تشکیلات او جوړښت، ودانۍ او قراردادونه بیا کتلو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د وسایطو او تجهزاتو په برخه کې د پولیسو د اړتیاوو د لرې کولو لپاره دې جدي پاملرنه وشي. پولیس او د هېواد ټول اوسېدونکي مکلف دي چې قانون رعایت کړي او هیڅ فرد نشي کولی د پولیسو پر ضد له زوره کار واخلي چې د تثبیت او پیژنې په صورت کې به له قانوني تعقیب سره مخامخ شي. د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د پولیسو دنده د امنیت ټینګښت دی او موږ هم د پولیسو د امنیت په خاطر د استحکاماتو په جوړولو سره مسوولیت لرو. # پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته