ښوونه او روزنه

دافغانستان په زياترو ښوونځيو کې دلابراتوار نشتوالي

کابل باختر دوري27ويشتمه

 دافغانستان په زياترو   ښوونځيو کې دلابراتوار نشتوالي دپوهنې دکيفي ودې  په وړاندې ډيره ستره ستونزه بلل کيږي .

 دپوهني وزارت له خوا  دوړاندې شويو  ارقامو له مخې په افغانستان کې د څوارلس زره شپږ سوه زرو اوسنيو ښوونځيو له جملي  څخه څه دپاسه اووه زره ښوونځي لابراتوار نه لري .

  په افغانستان کې دنړۍ دنورو هيوادونو پرخلاف په زياترو ښوونځيو کې دلابراتوار  دنشتوالي له امله ددرسي موضوعګانو دعملي لوست او تشريح نه شته له دې  امله زده کوونکي دمجبوريت له مخې يواځي په تيوري باندې بسوالۍ کوي .

 تعليمي کارپوهان په دې باور دي چې دلابراتوار نشتوالي او زده کوونکو ته دعملي لوست نشتوالي دافغانستان پوهنه دپرمختګ او لوړ کيفيت په لور له يون څخه بي برخې کړي ده او هم د ټولنې تحصيلي سويه او دپوهي کچه په خطرناکه  توګه تر اغيزي لاندې نيولي ده .

 دوي دزده کوونکو له خوا ددرس دموضوع دښي زده کړې په مقصد لابراتوار اساسي رکن بولي او وايي چې په نننۍ نوى بڼه يې نشتوالي دپوهنې دکيفي ودې په لاره کې ستره ستونزه ده .

 په بغلان کې دهزاره درې دښوونځي ددولسم ټولګي زده کوونکى ملالي وايې چې ددوي ښوونځي لابراتوار نه لري له دې امله دوي مجبوري دي درسي موضوعګانې يواځي  په تيوري ډول  زده کړې .

  دبدخشان په دروازونو کې ديوولسم ټولګي زده کوونکى مجيب وايي چې ددوي ښوونځي لابراتوارنه لري له دې امله دوي يواځي په نظري  تدريس  بسوالۍ کوي  دمجيب د څرګندونو له مخې دلابراتوار نشتوالي دده لپاره په درسي مفاهيمو پوهيدل ستونزمن کړي دي .

 په کابل ښار کې دعبدالعلي مستغني  دښوونځې  ښوونکى سارا په دې باور ده چې دپوهنې دکيفي کچې دلوړولو لپاره بايد زده کوونکو ته په انډوليز ډول عملي اونظري  لوست ورکړي .

 ده وويل که چيري دښوونځي نظري لوست په لابراتوار  کې له عملي لوست سره يوځاى وي هيڅکله دزده کوونکي نه هيريږي او هم له دوي سره په ښه توګه په  پوهيدو په برخه کې مرسته کوي .

 په همدي حال کې دتعليمي چارو کارپوه مير عبدالقادر ميرپور وايي چې په زياترو ښوونځيو کې دلابراتوار نشتوالي ته په پاملرني سره په افغانستان کې دپوهي سويه په ډيره ممکنه ټيټه کچه کې ده .

 دي خبر داري ورکوي که چيري دولت په يوې با کيفيته پوهنې دلاسبري په خاطر په لابراتوارونو دښوونځيو په سمبالولو اقدام ونه کړې تعليمي سويه په داسي حال کې دنړۍ پوهنه په کلکه دودې او پرمختيا په حال کې ده له اوسني حالت  څخه به ډيره ټيته شي .

 دپوهنې وزارت له خوا دوړاندې شويو  شميرنو له مخې په افغانستان کې څه دپاسه څلور نيم مليونه زده کوونکي په لابراتوار لاسبري نه لري .

 کارپوهان په ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي ، معياري درسي مواد ، دزده کړې مناسبه   فضا او دلابراتوار شتون ديوې پرمختللي او با کيفيته پوهنې اساسي ارکان بولي

  دوي په پوهنه کې دپانګي اچوني په برخه کې ددولت په کړنو په نيوکي سره دغه نيمګړتيا دافغانستان دپوهنې دودې دمخنيوي عوامل  بولي .

 په همدي حال کې دپوهنې وزارت مقامات دسترکافي بودجي نشتوالي  په لابراتوار  اولابراتواري موادو دښوونځيو دسمبالولو په بهير کې  کمزوري عوامل بولي خو  وايې چې دوي په لابراتوار سره دښوونځيو دسمبالولو دبهير دګړنديتوب  په مقصد  هلې ځلې  پيل کړي دي .  دافغانستان  دپوهنې وزارت يو ويندوى عبدالصبور غفراني وايې چې دوي دپوهنې دکيفي ودې په مقصد په جامع پروګرام کې په ښوونځيو کې دلابراتوارونو  جوړولو په حال کې دي .

 ده په ښوونځيو کې دلابراتوار شتون ددرسي کيفيت په لوړولو کې مهم اصل بولي او وايي چي دوي له هغه پروګرام سره چې لري يي هرکال زر ښوونځي په لابراتوار سمبالوي .

 دپوهني وزارت دويندوى د څرګندونو له مخې ددغه بهير په پام کې نيولو سره تر راتلونکو  پنځو کلونو پوري په افغانستان کې به په سلوکې نوي ښوونځي په لابراتوارونو سمبال وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته