سیاست

جمهوررئیس غني او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل باختردلړم پنځلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اندونیزیا د بهرنیو چاروله وزیرې مېرمن رتنو مارسودي سره چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلې وه، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د سولې دعالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د سولې دعالي شورا د دارالانشا رئیس ډاکتر محمد اکرم خپلواک هم حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس غني د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او پر دې یې خوښي وښوده چې له څو لسیزو وروسته د دغه هېواد دویم لوړپوړی مقام افغانستان ته سفر کوي.
جمهوررئیس وویل: د افغانستان حکومت لیواله دی چې د تلپاتې سولې په برخه کې د اندونیزیا له مثبتو تجربو ګټه واخلي او د سولې دعالي شورا مسوولین به یاد هېواد ته په نږدې راتلونکي سفر کې د اندونیزیا له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په اړه مفصل بحثونه ولري.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان او اندونیزیا دعالمانو ترمنځ اړیکې لرخونې دي او د دواړو هېوادونو د عالمانو له غونډو سره دغه اړیکې لا پراختیا موندلی شي.
هغه د دې ترڅنګ چې له افغانستان سره د اندونیزیا د همکاریو او ملاتړ مننه وکړه زیاته یې کړه، اندونیزیا د ښځو د ځواکمن کولو او اقتصادي ودې په برخو کې ښې تجربې لري او هیله من یوو چې په دې برخه کې د هغوی له تجربو څخه کټه واخلو.
د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د پانګونې ښو فرصتونو ته په اشارې، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې څخه وغوښتل چې د هغه هېواد سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پېژندنې او پانګونې ته وهڅوي.
په دې کتنه کې د سولې دعالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي د اندونیزیا د بهرنیو چاروله وزیرې او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، مننه چې د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ مو وکړ او په دې برخه کې مو د همکارۍ لپاره تیاری وښود.
د سولې دعالي شورا رئیس زیاته کړه، موږ غواړو  اندونیزیا ته په خپل نږدې سفر کې په بېلابېلوبرخو په ځانګړي ډول د تلپاتې سولې په برخه کې په واضح اجنډا سره ستاسو له تجربوڅخه ګټه واخلو.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن رتنو مارسودي هغې او ورسره پلاوي ته د افغانستان حکومت د تاوده هرکلي له امله د مننې ترڅنګ وویل، د افغانستان او اندونیزیا دوستي د دواړو هېوادونوپه حکومتونو پورې محدود نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو خلکو د تاریخ په دورو کې ښې اړیکې لرلې.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې جمهوررئیس غني ته له افغانستان سره  د دوامداره همکارۍ په خاطر د خپل هېواد د رهبری د ژمنې ډاډ ورکړ .
هغې د دې ترڅنګ چې د افغان مېرمنو دځواکمن کولو په برخه کې یې د همکارۍ په خاطر د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ وې ویل، هېواد یې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته