کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د کونړ ولايت په مرکز اسعد آباد ښارکې يو ورزشي جمنازيوم جوړيږي.
په همدې مقصد د اسعد آباد ښاروال درې جريبه ځمکه د بدني روزنې او سپورت رياست په واک کې ورکړه .
د باختر آژانس دخبرله مخې :
د بدني روزنې او سپورت مالي او اداري رييس ذبيح الله صافي پرون د کونړ په مرکزکې دغه ځمکه وکتله او ويې ويل چې په نږدې راتلوونکې کې د دغه جمنازيوم د جوړولو کارپيليږي .
د يادونې وړ ده چې دغه ځمکه د اسعد آباد ښاروالۍ ملکيت دى او د دغه ښار په ښاري ماستر پلان کې هم شامله ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ