امنیت

يو پوليس خپل لس تنه همکاران ووژل

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢٢ :

لس تنه پوليسان په نيمروز ولايت کې دخپل همکاردډزو له امله ووژل شول.

دغه پيښه پرون د دلارام ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو يوه سرتيرى په خپلو سنګروالو ډزې وکړي.

دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نجيب الله باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دپوليسو لس تنه ځواکونه ووژل شول.

ده وويل  چې  ډزې دسرتيرو ترمنځ له ناندرو وروسته وشوې.

ددلارام دپوليسو دمسوول دڅرگندونوله مخې  يرغلګرهم دسرتيرو دډزو له امله وژل شوى دى .ده وويل په دې اړوند څيړنې پيل شوى دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته