ټولنه

په جوزجان کې ديوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه .

کابل باختر دغبرګولي شلمه :
په جوزجان ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ ديوه واده په مراسمو کې دګډون لپاره دنويو اومناسبو جامو دنه لرلو په علت ځان وواژه .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ځوانه نجلۍ   چې ديوولسم ټولګي  زده کوونکې وه دخپلو دوستانو په واده کې دګډون په مقصد دنويو جامو دنه لرلو په علت ځان زندى کړ ځکه مور يې دې ته دنويو جامو په برابرولو بريالى نه شوه .
دافغان ښځو اونجونو ځان وژنه اوددغې منفي پديدې  مخ په زياتوالى کومه نوې پيښه نه ده اودبشر دحقوقو مسوولين وايي چې دهرکال په تيريدو سره دافغان ښځو اونجونو دځان وژنې شمير زياتيږي .
ويل کيږي چې دافغان ښځو اونجونو ترمنځ دځان وژنې زياتره علتونه جبري وادونه کورنۍ  تاوتريخوالي ،اختلافونه او اقتصادي  بې وزلي ده .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته