کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترامپ د دغه هېواد د دفاع وزير جيمز متيس ته واک ورکړى دى چې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د زياتوالي په باب تصميم ونيسي .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
دغه مطلب د امريکا يوه جګپوړي مقام د رويټرز خبري آژانس ته بيان کړى دى.
ده ويلي دي: په دې ترتيب به د امريکا د دفاع وزارت ته لاره خلاصه شي ترڅو په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د زياتوالي په برخه کې د دغه هېواد د قوماندانانو په غوښتنه عمل وکړي.
دغه امريکايي مقام ويلي دي: تر اوسه پورې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د زياتوالي د شمېر په باب معلومات نشته .
0 د یوې دقیقې څخه لږ