ښوونه او روزنه

په پکتیکا کی زده کوونکي بی ودانیو درسونه وایی

-کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې لسمه:
په پکتیکا کې لا اوس هم زده کوونکي بې ودانیو درسونه وایي او دتختو پر ځای له بخاریو څځه کار اخلي.
د پکتیکا ولایت په ځینو ناامنو اولسوالیو لکه برملې، ګیانې، زیړوک، نکه، وازخوا، ډیله، خوشامند اونورو کې چې له بلو چستان او قبایلي سیمو سره هم سرحده دي لا تر اوسه یې ښونځي ودانۍ نه لري او د تختو پر ځای له بخاریو څخه کار اخلي.
د دغو ولسوالیو قومي مشران او ښونکي وایي: (( چې زموږ په ولسوالیو کې د نا امنیو له امله لا تراوسه د زده کړو زمینه نه ده برابره شوې)).
دوی وایي چې زده کوونکي مو له درسونو سره علاقه لري خو ښونځي مو ودانۍ او لازم تدریسي مواد نه لري نو ځکه مو زامن او لوڼې په افغانسان ضد هیواد پاکتسان کې زده کړې ترسره کوي.
د دغو ولسوالیو قومي مشران او ښونکي له دولت څخه جدي غوښتنه کوي چې دوی ته دي په خپله خاوره کې د زده کړو زمینه برابره شي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وایي پوهنه دکوررڼا ده په دې کور کې هیڅ ډول فساد راته د زغملو وړ نه دی.
ښاغلي الیاس په دې اړه د پوهنې کار کونکوته لازمې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې د غې ستونزې ته باید خاصه او جدي پاملرنه وشي.
دپکتيکا ولايت پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم واجد وایي: (( په پکتیکا کې ټول ټال (۳۷۱) ښونځي شتون لري چې د هغوی له جملې څخه (۳۳) ښوونځي د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوي او ځیني نور یې چې ودانۍ او لازم تدریسي مواد نه لري په هغو مو کار روان کړی او ډېر ژر به یې ستونزې حل شي)).

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته