کاپيسا باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
د يوې ځوانې ښځې مړى نن په کاپيسا ولايت کې تر لاسه شو.
د کوهستان د لومړۍ برخې مرستيال عبدالحفيظ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه ويشت کلنه ميرمن د کوهستان د لومړۍ برخې د درندجون ريګ روان په سيندکې ترلاسه شوى دى.
ده وويل: دغه مړى د پيژندنې لپاره د دغه ولايت عدلي طب ته ليږدول شوى او په دې باب څيړنې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ