نړۍ

په عراق کې دتاوتريخوالي له امله درې ديرش تنه ووژل شول او اووه څلويښت تنه نور ټپيان شول

بغداد باختر د سلواغې  دريمه :
دعراق يوه امنيتي خبرځاى اعلام وکړ چې په عراق کې په پروني تاوتريخوالي کې څه ناڅه درې ديرش تنه ووژل شول او اووه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
دسينهوا دخبري آژانس دخبر له مخې :  دغه مرګ ژوبله له بمي بريدونو او دغه راز  دداعش دډلې له غړو سره دعراق دامنيتي ځواکونو له نښتو وروسته اوښتې ده .
ديوه امنيتي خبرځاى  له اعلام سره سم دالانبارولايت په يوه سيمه کې امنيتي ځواکونو دداعش دډلې له غړوسره په نښتې لاس پورې کړ چې له امله يې  شپږ تنه  سرتيري او نهه تنه قبايليان ووژل شول او دغه راز دداعش دډلې يوشمېر غړي هم وژل شوي دي .
له بلې خوا دداعش دډلې  پنځه تنه غړي دفلوجه ښار په الشهدا سيمه کې  دعراق  داردو له خوا  په ډزو کې ووژل شول .
په صلاح الدين ولايت کې هم شپږ تنه پوځي مليشې په  سامرا ښار  کې د چاودنې له امله ووژل شول .
دپوليسو يوه خبرځاى هم دسينهوا خبري آژانس  ته وويل چې  دبغداد دشمال دتارجي دسيمې  په يوه پوځي اډه کې په يوه موټر کې د ايښودل شويو بمونودچاودنې له امله اووه تنه ووژل شول او شپږ ويشت تنه نور ټپيان شول .
دعراق ځينې  ښارونه دداعش دډلې دغړو دشتون له وخت څخه تراوسه پورې دبمي بريدونو او نښتو په ډګر بدل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته