امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول.

-کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٣
اووه تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل په يوه ګن ميشته لاره کې ماين ښخ کړي دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
په سرپل ولايت کې دپوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل : طالبانو دکوهستاناتو ولسوالۍ په واټ ماين ښخول چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې پيښه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته دسرزيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته