روغتیا

په با ميانو کې د ولايتي رو غتون د جوړولو کار پيل شو.

کابل باختر د ثور لومړي :
دباميانو د ولايتي رو غتون د جوړولوکارنن پيل شو.
داقاخان دپرمختيايي شبکې د رو غتيا د برخې رئيس ډاکترهايس باخترا ژانس ته وويل چې دغه رو غتون په د غه ولايت کې لومړنۍ رو غتيايي مرکز دى
يوه اړونده خبر ځاى وويل دغه روغتون د کاناډا دنړيوالې پرا ختيايي مرکز په مالى لګښت د اقا خان مو سسې درو غتيا يي خد متونو د برخې په همکاري جوړيږي.
داقاخان د پرمختيا يي شبکې دروغتياد برخې رئيس وويل چې دباميانو دپخواني ولايتي رو غتون ظرفيت له ١٣٨٣ کال را په ديخوا له يو شميرمسولو مرکزو نوسره په همکاري کې لوړ شوي دي
دده دڅرګند ونو له مخې ، دباميانو په ولايتي روغتون کې ١٥ بسترو ترخيمې لاندې فعاليت درلود چې له ١٣٨٣ کال را په ديخوا ظرفيت يې سلو بسترو ته لوړ شوى دى.
دده دڅرګند ونو له مخې، دغه روغتون به د ماشوم او مور دڅارنې ، عاجلې څارنې ،داخله خدمتو نو اود جراحي د خدمتونو اود غاښونو په برخه کې فعاليت و کړي
ددغه روغتون دبنسټ دډبرې دايښودلو په مراسمو کې دعامې روغتيا وزارت مسلکي معين ډاکتر احمدجان نعيم ،دباميانو والۍ ډاکترې حبيبې سرابي ،دولسي جرګې غړو عبدالرحمن شهيداني او صفورا ايلخاني ، په کابل کې د کاناډاسفير اود اقاخان دپرمختيا يي شبکې ديپلو ماتيک استا زي برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته