کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه
دهند – افغانستان دګډې کاري غونډې غونډه نن دبهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه .
د باختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دغه کميټه دپوهنې ، فرهنګ ، دبشري منابعو دپراختيا ، لوړو زده کړو او دکار ، ټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو وزارتونو په برخو کې دهند هېواد مرستې څيړي او ددغو بنسټونو اړتياوې مشخص کوي .
ددغې کميټې مشرتوب دافغانستان له لورې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي او اداري معين ښاغلي زردشت شمس او دهند له لوري ددغه هېواد داي سي سي ار لوى رييس ښاغلي راجا شيکر په غاړه لري .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي او اداري معين او ددغې کميټې دفرهنګي برخې رييس زردشت شمس وويل چې په دې کميټه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، لوړو زده کړو، کار او ټولنيزو چارو، عامې روغتيا ، دښځو دچارو او دپوهنې دوزارتونو او دافغانستان دکرکټ بورد استازي ګډون لري او د بشري منابعو ودې، فرهنګي او د ای سي سي آر د سکالرشيپونو اړوند د هند مرستو د لااغیزمنتیا او د موجودو ستونځو لمنځه وړلو په باب خبرې کوي .
ده دغه ر از ښاغلي زردشت شمس په بيلابيلو برخو کې دهند لوري څخه ددوئ د دوامداره مرستو مننه وکړه او ددغو مرستو د لاپراختيا غوښتنه يې وکړه .
0 1 دقیقه لوستل