ټولنه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت عالی مقام د ننګرهار ولایت د نهو تنو شهیدانو کورنیو او دوو تنو ټپیانو ته، د نغدي مرستو د ورکړې په اړه د یو حکم بر بنست يوهيئت وټاکه

کابل باختر دليندي  اته ويشتمه

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو د اړوندو سیمو اوسیدونکي زمونږ نهه تنه ملکي او بې ګناه هېوادوالې هره یو فرشته د رئیس خان لور د محمدا جان  لمسۍ، خالده د ګل محمد لور د محمدا جان لسمۍ، بصیره د دین ګل لور د رنګین لسمۍ، سلما د خیر محمد لور د علم شاه خان لمسۍ، نظیفه د جلیل لور د جان میر لمسۍ، مرضیه د جلیل لور د جان میر لمسۍ، نسرینه د سید غني لور د رحمت لمسۍ، فوزیه د سید غني لور د رحمت لمسۍ او فرشته د آدم خان لور د امیرخان لمسۍ د ۱۳۹۱ لمریز کال د لېندۍ دمیاشتې په (۲۶ مه) نېټه هغه وخت چې په اړونده سېمه کې یې د غره له لمنې څخه د سوند لپاره بوټي راټولول، د یوه ښخ کړى شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې شهیدانې شوې دي.
انالله و انا الیه راجعون
همداراز، په دې دردونکې پېښه کې دوه تنه نورې ملکي او بې ګناه هېوادوالې هره یوه یاسمین د احد خان لور د رحمت خان لمسۍ او شګفته د احمد لور د تاسین لمسۍ ټپیانې شوې دي. د ننګرهار ولایت له دولتي چارواکو او د چپرهار له ولسوال څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د اسلامی جمهوریت عالی مقام د شهیدانو له کــورنیو او ټپیانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په نیت، د دولت د بېړني حالت له (۹۹) کود څخه، د هرې شهېدې کورنۍ ته د (۱۰۰۰۰۰) سل زرو افغانیو او هر ټپي ته د (۵۰۰۰۰) پنځوس زرو افغانیو، چې ټولې (۱۰۰۰۰۰۰) یو میلیون افغانۍ کېږي نغدي مرستې ورکړه د یو حکم لمخی منظور کر.
ويل شوىدى ده، په قومي چاروکې د سلاکار وزیر شجاع الملک جلاله په مشرۍ د چارود ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشاء د لوی ریاست د استازي عبدالرشید مخلص او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د استازي صدیق الله په غړیتوب هيئت ته دنده سپارل شوی ده چې د جمهوري ریاست د خواشینۍ او خواخوږۍ مراتب غمجنو کورنیو ته وړاندې او منظورى شوې مرستې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته ورسوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته