امنیت

په وردوج کې د طالبانومهمه اډه د امنتيي ځواکونو لاس ته وراغله

کابل باختر دوږي  نولسمه :
دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍکې د طالبانو مهمه پوځي اډه د امنيتي ځواکونو لاس ته وراغله.
په بدخشان کې دملي اردو د خاصو ځواکونو دکنډک ويندوى جګړن جاويد سليم باخترآژانس ته وويل: د طالبانو ستره اډه دبسترکلى تيره شپه دملي اردو دځواکونو په عملياتوکې دطالبانو له منګولو څخه وايستل شوه.
دسليم دڅرګندونوله مخې: همدا اوس په وردوج ولسوالۍکې په سلوکې پنځه اتيا سيمې دطالبانوله منګولو څخه ايستل شوې او په بشپړه توګه تصفيه شوې دي او همدا اوس طالبان د باشند او صوفيانو په کليوکې پاتې دي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه کلي هم تصفيه شي.
دجګړن سليم دڅرګندونو له مخې: وسله والوطالبانو د تيښتې لاره غوره کړې ده او له دغو سيمو څخه د وتلو په حال کې دي .
د بستر دکلي بشپړ نيول په وسله والو طالبانوکلک ګوزار دى او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د وردوج ولسوالۍ په بشپړه توګه دطالبانو له شتون څخه پاکه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته