امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۱۰۱تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

_کابل_باختر د وږي د مياشتې٢مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په هغو ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتوکې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، د طالبانو د یوه تن سیمه يیز قوماندان او ۷ تنو داعشیانو په ګډون ۱۰۱تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۴۱ تنه ټپیان او یو تن نور نیول شوی دی .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګو، زابل، قندهار، روزګان، بادغیس، فاریاب، بغلان ، سرپل ، بلخ، کندز او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شوي دي.
په دغو عملیاتو کې د دښمن پنځه موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په ۱۴ ولایتونوکې ۱۷ چاڼیز، ۱۶خاص کمانډویي او یو شپنی عملیات ترسره شوي او د افغانستان هوایي ځواکونو، د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۱۱۸پروازونه کړي او د دښمن په پټنځایونو۱۴هوایي ضربې شوې دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته