امنیت

په سمنګانو کې دداياګ پروګرام ته دجنګي وسايلو سپارل .

کابل باختر د سلواغې  لومړى :
دسمنګانو ولايت امنيې قوماندانۍ نن يوه اندازه جنګي وسايل او مهمات دوسلو دراټولولو بهير ته وسپارل .
دسمنګان ولايت په امنيه قوماندانۍ کې  دداياګ مسوول محمد معصوم دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو جنګي وسايلو کې دوه ار پي جي – ٧ توغندي ويشتوونکي ، دوه تومانچې ، درې چره يي ټوپکونه  او يوه اندزه مهمات شته چې دامنيتي ځواکونو له خوا په څو مياشتو کې دسمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليو کې دجلا جلا عملياتو په بهيرکې  راټول کړى شوي وو او اوس دوسلو دراټولولو بهير ته  وسپارل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل له غير مسولووسله والو کسانو څخه دوسلو په راټولولو کې خلکو له پوليسو سره همکاري  کړې ده او داکار دناامنيو او دجرمونو په مخنيوي  کې  اغيزمن دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته