کابل / باختر د تلې دمياشتې ٩ :
درې تنه پ وليسان د خپلو دوو تنو همکارانو په تروريستي توطيه کې ووژل شول.
دوه تنه يرغلګرچې ويل کيږي دطالبانو له ډلې سره يې اړيکې درلودې تيره شپه ناوخته د ميزان ولسوالۍ په يوې امنيتې پوستې کې درې تنه پوليسان په خوب کې په ډزو سره ووژل.
د زابل ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر خبري آژانس ته وويل : چې په دې تروريستي پيښه کې درې تنه پوليسان ووژل شول.
ده وويل : چې يرغلګر د همدې امنيتي پوستې افراد وو چې د خپلو ملګرو له وژلو وروسته په تيښتې بريالي شول او د هغوي د نيولو لپاره د پوليسو هڅې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ