سیاست

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزی: کلکه اراده لرم چې په زور واکو قانون پلی کړم

جمهور رئیس احمدزی: مه مې پریږدئ چې په ارګ کې احصار شم او د چاپلوسانو ښکارشم

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د الحاج سیدمنصور نادري په مشرۍ د افغانستان د ملي پیوند د ګوند له غړو او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له دیني عالمانو، مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په دې کتنه کې څرګنده کړه: اوس د دې وخت را رسېدلی دی، هغه ژمنې چې مې د افغانستان له خلکو سره کړې دي هغه پړاو په پړاو عملي کړم.
ده وویل چې د افغانستان خلک له موږ څخه هغه افغانستان غواړي چې په هغه کې یو افغان له بل افغان سره برابر وي. او دا د افغانستان له خلکو سره زما ژمنه او تړون دی چې یو افغان به له بل افغان سره برابروم.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي وویل: " دې ته مې مه پریږدئ چې په ارګ کې احصارشم او د چاپلوسانو ښکار شم".
ده همدا راز  وویل، تېره ورځ یو څوک راته راغی چې ماته کوم لقب راکړي. ما ورته وویل چې اوس ماته دا لقبونه مه راکوئ، لقبونه هغه مهال راکړئ چې ما په رښتینې توګه د افغان ولس خدمت وکړ بیا مې د سید جمال الدین افغان ترڅنګ او یا مې په سرخ آب کې پخپله پلرنۍ ادیره کې ښخ کړئ.
د هېواد جمهور رئیس وویل: که څه هم د کار پیل له ستونزو ډک وي او له یو او بل سره د ټولو افغانانو برابري او پر هغوی باندې یو خيل د قانون پلي کېدل د دې معنی لري چې په هېوادکې باید قانون حاکم شي. هیله لرم چې دا به اوس تاسو ته ثابته شوې وي چې ستاسو جمهور رئیس کلکه اراده لري چې په زور واکو قانون پلی کړي.
جمهور رئیس احمدزي وویل، د تېرې جمعې ورځ راته ډیره له خوښۍ څخه ډکه ورځ وه  ځکه د فراه په ولایت کې مې د هغه اته کلن ماشوم له پلار سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې زوی یې امنیتي ځواکونو د سړي تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی و.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې ما د دغه تښتول شوي ماشوم د ژغورنې لپاره امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې وه او دغه موضوع مې څارله، نو ځکه دغه ماشوم د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه ورځ کې د تښتوونکو له منګولو څخه را خلاص شو.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي وویل: سړي تښتوونکو ته اخطار ورکوو چې زموږ د بچیانو، سوداګرو او د دې هېواد د خلکو ژوند دې په خطر کې نه اچوي ځکه چې موږ هغوی تعقیبوو او په هیڅ ځای کې را څخه نه شی خلاصیدلی.
جمهور رئیس احمدزي په هېواد کې د ملي ګوندونو د ودې په اړه وویل: په هېواد کې د منسجمو ګوندونو لپاره به د ودې زمینه برابره کړو. دا زما دنده ده چې په راتلوونکو پنځو کلونوکې باید د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره لږ تر لږه شل تنه او د وزارتونو او ولایتونو لپاره په سلګونو تنه وروزل شي.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې زموږ ګاونډیان باید په دې پوه شي چې زموږ ملي یووالی هیڅکله هم تر پوښتنې لاندې نه راځي، موږ هیڅکله هم د بیلتون شعار نه درلود او هیڅ افغان د تجزیې بیرغ نه دی پورته کړی، موږ پر خپل ملي یووالي افتخار کوو.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: زه د افغانستان د خلکو له منځ څخه راپورته شوی یم او تل به د هغوی په منځ کې و اوسم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته