ټولنه

په قندهارکې د څلور کيلومتر سړک د رغولو چارې پيل شوې

قندهار باختر د وږي د میاشتې ۵ مه
د قندهار ولايت په عينو مېنه کې د ۳۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۴ کيلومتر سړک د رغولو چارې پيل شوې.
د قندهار والي زلمي وېسا باختر آژانس ته وویل چې دغه سړک د قندهار د ښاروالۍ  په مالي لګښت رغول کيږي چې د رغېدو چارې به يې د دريو مياشتو په اوږدوکې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د قندهار ښاروال روښان ولسمل وویل چې د انډوليزې پراختیا د اصل پر اساس يې په ټول قندهار ښار کې بېلابیلي پروژې تر لاس لاندې دي.
ولسمل د ټولو پروژو د پلي کولو اصلي هدف خلکو ته د خدماتو وړاندې کول وبلل او له خلکو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري ورسره وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته