امنیت

په بلخ کې په تېرو درېیو میاشتو کې لسګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل / د لړم١٩/ باختر:
د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د شاوخوا ۲۰۰ کسانو د نيولو خبر ورکړ.
د باخترآژانس خبريال دخبرله مخې؛ د بلخ د امنيې قوماندانۍ مسوولان وايي امنيتي منسوبانو په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ٢٠٠ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي دي.
د بلخ د امنیې قومندانۍ د امنیت امرقاري عبدالحی عابد وویل: په بلخ ولایت کې د اسلامي امارت د واکمنۍ د درېیو میاشتو په موده کې امنیتي منسوبانو نږدې دوه سوه کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او دوسیې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږلي دي.
هغه د بلخ ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې یې د امنیت د تامینولو په موخه د امن اوعامه نظم کنډک او د منصوري کنډک چې د اسلامي امارت له ځانګړو قطعو څخه جوړ شوى دى، ګارنیزیون او د لویې لارې کنډک ، ګمارلي دي.
عابد دغه راز د بلخ له خلکو وغوښتل، چې د خپلو انساني او ملي مسوولیتونو له مخې له امنیتي ځواکونو سره په امنیتي برخو کې همکاري وکړي، تر څو د خلکو او دولت ترمنځ معنوي اړیکې او همکارۍ رامنځته شي.
د مزارشريف ښاريان هم د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د امنيت او ښو اړيکو څخه خوښ دي او د دې اړيکو د پياوړتيا لپاره ژمن دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته