امنیت

درې وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل/ دتلې ٢٠مه / باختر
درې وسله وال طالبان په جوزجان کې له پوځيانو سره په  جګړه کې ووژل شول.
د جوزجان د فيض آباد ولسوال الف شاه باختر آژانس ته وويل چې جګړه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په حيدرآباد کلي کې ونښته چې په پايله کې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول او اته نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې په جګړه کې دوه پوليسان هم شهيدان شول او يو بل يې ټپي شو.
هغه زياته کړه چې د دښمن نور افراد له ساحې څخه وتښتېدل او اوس په سيمه کې امنيتي حالت ښه دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته