امنیت

يو ځانمرګى يرغلګر او څلور تنه نور تروريستان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
يوه پنځه کسيزه ډله تروريستان چې په ننګرهار ولايت کې يې د ځانمرګي بريد نيت درلود؛ په هغې چاودنه کې ووژل شول چې د دوى په موټرکې وشوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې دغې ډلې تروريستانو غوښتل په چاويدونکو توکو بار هينو موټرڅخه په استفادې سره په ننګرهار ولايت کې ځانمرګى بريد ترسره کړي چې هدف ته له رسيدو مخکې د چپرهار ولسوالۍ په غور آبک سيمه کې د دوى په موټر کې چاودنه وشوه .
په دې پيښه کې هغه شخص چې ځانمرګى بريد ته چمتو شوى و؛ له څلورو تنو نورو تروريستانو سره چې د ځانمرګى يرغلګر ملګرتيا يې کوله؛ ووژل شو.
په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز د پکتيا ولايت پوليسو په چاويدونکو توکو بار يو صرف موټر او درې ځانمرګي واسکټونه د دغه ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړل.
په چاويدونکو توکو بار دغه موټر د زرملې ولسوالۍ د حاجي عمر په بازار کې تېرماښام د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې کشف او ترلاسه شوى دى. تروريستانو غوښتل چې په چاويدونکو توکو بار له دغه موټر څخه په استفادې سره د زرملې ولسوالۍ په بازارکې ځانمرګي بريد ترسره کړي.
د دغې پيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او په دې اړوند د پوليسو تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته