نړۍ

بنګله ديش ته دامريکا دبهرنيو چارو دوزير جان کري سفر .

-ډاکه  باختر د وږي  اتمه :
دامريکا دمتحده ايالاتو  دبهرنيو چارو وزير جان کري نن دبنګله ديش پايتخت ډاکې ښار ته ورسيد
باختراژانس  دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: ټاکل شوې ده جان کري په دې  يو ورحني سفر  کې دبنګله ديش له صدراعظمې شيخ حسينې  واجد دبهرنيو چارو له وزير محمود علي او ددغه هېواد له يوشمير مدني مشرانو او داپوزسيون له غړو سره خبرې وکړي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت يوه جګپوړي  مقام وويل چې جان کري  له بنګله ديشي مقاماتوسره ددموکراسي  پرمختګ او پراختيا ، امنيت اودبشر دحقوقو په ګډون دبېلابېلو مسئلو په باب خبرې کوي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته