غور باختر دسلواغې ١٦ نيټه :
پوليسو دوه تنه پرون په غور ولايت کې ديوې ميرمنې دوژنې په تور ونيول .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر سيد محمداقبال نظامي دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل دغو دوو تنو دغور ولايت دتيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې له طالبانوسره د همکارۍ په تور يوه ميرمنه وتښتوله او وروسته يې ووژله .
نظامي زياته کړه له دوى څخه دوه ميله وسلې ، لاسي بمونه او دوه مخابرې ترلاسه شوي دي. پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ