ټولنه

د مومندو د قوم شکايت څيړل کيږي

کابل باختر د کب لسمه :
جمهور رييس د يو حکم په صادرولو سره د مومندو د قوم د شکايت د څيړنې لپاره يو هيئت موظف کړ.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د جلال آباد ښار د سرخ ديوال په ساحه کې د پاچامير وارث عبدالبصير څرخي ته د مومندو په قوم پورې اړوند د عامه املاکو د ويش په باب د ننګرهار ولايت د مومندو د قوم د سپين ږيرو او مشرانو د شکايت د څيړنې په مقصد د کرنې او اوبو لګولو او د ښار جوړولو د چارو د وزارتونو، د سيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د ځمکه والى د چارو د ادارې او د کدستر رياست د استازو په غړيتوب او د عدليې وزارت د دولت دقضاياوو د رييس په مشرۍ يوهيئت موظف کړ.
هيئت موظف دى چې د ادعا وړ ملکيتونو د ويش او ياغصب څرنګوالي د املاکي دفترونو، حکمونو، سندونو او د نورو مدارکو له مخې په هراړخيزه توګه وڅيړي او ساحې دې وټاکي او د خپلوکړنو نتيجې دې له مشخص پيشنهاد سره په پنځلسو ورځو کې جمهوري رياست ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته