کابل باخترد وږي دمياشتې ٢٦ :
امنيتي ځواکونو په پرونيو چاڼيزو عملياتو کې نهه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دلغمان ، کندز ، جوزجان ، قندهار ، زابل ، کونړ ، پروان ، کاپيسا اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، يو تن ټپي او پنځلس تنه نور يې دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ