کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
دملي امنيت درې تنه منسوبين په خوست ولايت کې دبم دچاودنې له امله ووژل
شول او دوه تنه نور يېي ټپيان شول .
په دې چاونه کې څلورتنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي .
دغه پيښه نن غرمه په دولسو بجو اوديرشو دقيقو دخوست ښار دبلند منزل په سيمه کې هغه وخت وشوه چې دملي امنيت مامورين دموټرو په پلټنه بوخت و .
دخوست ولايت يومقام بريالي روان باخترآژانس ته وويل : په دي پيښه کې دملي امنيت درې تنه منسوبين و وژل شول او دملي امنيت دوو تنو منسوبينوپه ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي بم دملي امنيت دمنسوبينو دپلټڼې سيمې ته څيرمه په يو موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوى و چې له لرې واټن څخه کنتروليده .
دخوست سيمه ييزومسوولينو وسله وال طالبان ددغي پيښې مسوول وبلل . دخوست ښار دمرکزي روغتون ډاکترانود دغې چاودني د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل