سیاست

د امريکا د دفاع وزارت مرستيال له ستر جنرال بسم الله محمدي سره په کتنه کې له افغانستان سره دخپل هيواد دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي تېر ماښام د امريکا دمتحده ايالاتو د دفاع وزارت له مرستيال ډاکتر اشتن کارتر سره وکتل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د هيواد ملي دفاع وزير په دې کتنه کې لومړى په تيرو دولسوکلونوکې له افغانستان سره د امريکا د متحده ايالاتو دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې په بيا جوړولو، ښې دولتدارۍ او افغان امنيتي ځواکونو په پياوړتيا کې د دغه هيواد د همکارى رول ډير مهم او رغنده دى.
د هيواد د ملي دفاع وزير دغه راز ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو د روان هجري لمريزکال په بهيرکې دافغانستان د امنيت د ګډوډولو او په هيوادکې د ستونزو دپيداکولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړې چې د دوى دغه اقدام د افغان امنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړى شو .
دملي دفاع وزير دسولې خبرې يو مهم اصل وباله او ټينګار يې وکړ چې د سولې خبروته دوام ورکوو؛ خوکه چيرې طالبان دسولې خبرو ته حاضر نه شي او په افغانستان کې د امنيت دګډودولو  لپاره هلې ځلې  وکړي دهيواد امنيتي  ځواکونه دهغوى د ناوړو هدفونو د بې اغيزې کولو لپاره پوره تيارۍ لري.
دهيواد دملي  دفاع وزير په ټاکلي وخت او په شفاف ډول دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول دافغانستان داسلامي جمهوريت يو هدف وباله او ټينګار يې وکړ چې افغان امنيتي ځواکونو د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره لازم تيارۍ نيولې دي .
د ده دڅرګندونو له مخې: د انتخاباتو ترسره کول به له امنيتي پلوه  له هيڅ راز ستونزې سره مخامخ نه شي .
له بلې خوا هم دامريکا دمتحده ايالاتو د دفاع وزارت مرستيال له افغانستان سره دخپل هيواد د همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې  دامريکا متحده ايالاتو د افغان امنيتي ځواکونو د ځواکمن کيدو او د ښې حکومتوالۍ د پياوړتيا لپاره د ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .
ده په افغانستان کې د راتلونکي کال دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول د امريکا د دولت اوخلکو يوه اساسي غوښتنه وبلله او څرګنده يې کړه چې له افغانستان سره دامريکا دهمکاريو دوام په هيواد کې دشفافو انتخاباتو په ترسره کولو پورې تړاو لري .
دپنټاګون دغه جګپوړي مقام دافغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا دهيواد دهوايي ځواکونو پرمختګ وستايه او ټينګار يې وکړ چې دغه ځواکونه اوس دخپل هيواد د امنيت د تامينولو قدرت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته