امنیت

د ملي اردو یوه سرتېري د نورو د ژوند د ژغورنې په پار خپل ځان قرباني کړ

جلال اباد باختر د زمري ۱۵ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د ملي  اردو یوه سرتېري تېر ماښام د عامو خلکو د  ژغورنې په پار ځانمرګي بریدګر ته غاړه ورکړه او د لسګونو انسانانو ژوند یې وژغوره.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال  ته وویل چې د ملي اردو سرتېری د پلټنو پرمهال په ځانمرګي بریدګر پوه شو او هڅه یې وکړه چې یاد بریدګر د ګڼې ګوڼې له سیمې څخه د باندې وباسي خو ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکي توکي وچول.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د ملي اردو دوه تنه سرتېري شهیدان شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
مقامات وايي چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېري وکولای شو د خپل ځان په قرباني کولو سره د خپلو همسنګرانو او لسګونو عامو وګړو ژوند وژغوري. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته