امنیت

په بادغيس ولايت کې د نويو نښتو له امله وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دليندي دويمه :
دبادغيس په ولايت کې د نويو نښتو له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
سيمه ئيز مسوولين دغه راز تاييدوي چې په دې درې ساعته نښته کې دوه تنه پوځيان شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه نن له غرمې مخکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانو دبالامرغاب ولسوالۍ په لاره کې د اردو د پوځيانو په اکمالاتي کاروان بريد وکړ .
دبادغيس ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول په قلعه نوکې دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
ده دغه راز په دې پيښه کې د اردو د دوو تنو سرتيرو شهادت او د دريو تنو نورو ټپي کيدل تاييدکړل.
ويل کيږي د وسله والوطالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان هم ددغې پيښې په قربانيانوکې شامل دى .
د را رسيدلوخبرونو له مخې: ددغې جګړې په پاى کې افغان پوځي مامورينو د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل اوچاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته